غزنيښار (پژواک،۳ سلواغې ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د یوه کس مړی موندل شوی دی.
د غزني امنیه قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک آژانس ته وویل، چې یاد کس د تبر او چړو په وسیله وژل شوی او وروسته بیا غورځول شوی دی.
دی وایي چې په دې اړه پلټنې روانې دي.
سرحدي وایي، دغه کس اصلا د غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ د قطلاخېل د کلي اوسېدونکی و.
په ورته وخت کې د خوګیاڼو ولسوالۍ د کډي سیمي یو اوسېدونکی د نوم نه ښودلو په شرط وایي چې یاد کس غریبکار و او په ډېره بېرحمۍ سره وژل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP