مهترلام (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۳): د لغمان امنیه قومانداني وایی، د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله درېیو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د لغمان د امنیه قومندانۍ ویاند یونس یوسفزی پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې، د الیشنګ ولسوالۍ اړونداړیني کلي ته څېرمه د غره لمن کې شوې ده.
هغه وویل چې یادو ماشومانو دغه مرمۍ ټکولې او بیا یې چاودنه پرې کړې چې له امله یې درې واړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP