Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې د ګازنیونې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

میمنه (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۳): فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د ګازنیونې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل مسموم شوی دی.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر رسنیو ته د یوې خبرپاڼې په رالېږلو ویلي چې تېره شپه د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د احمدخالد او خال‌مراد په نوم دوو کسانو چې دواړه د هوټل مسوولین وو، د خپلې خوب په کوټه کې د ګازنیونې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې د نورالله په نوم یو بل کس مسموم شوی هم دی.

خبرپاڼه کې له خلکو غوښتل شوي چې له ګازي وسایلو د ګټې اخیستنې پر مهال پاملرنه وکړي.

د یوه بل خبر له مخې، د فاریاب په بندر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله نهه کسان ټپیان شوي دي.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس‌الدین محمدي وویل، پرون د بندر ولسوالۍ په «طوګګ» سیمه کې یو فوربکس موټر له سړکه وتلی او چپه شوی چې له امله یې ۹ کسان ټپیان او د ولسوالۍ کلینیک ته لېږدول شوي دي.

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.