Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

رويټرز: د امریکا د مرستو ځنډېدو په نړۍ کې بشري ناورین ډېر کړی

کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۳): رويټرز خبرې اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د بشري مرستو له ځنډېدو سره د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې انساني ناورین ډېر شوی دی.

د ملګرو ملتونو مرستو رسوونکو او کارکوونکو رويټرز ته ویلي چې د ډونالډ ترمپ له خوا د بهرنیو مرستو ځنډېدل په نړۍ کې د حیاتي پروګرامونو درېدو لامل شوي او دوی هڅه کوي څو د خپلو فعالیتونو لپاره د امریکا د حکومت معافیت ترلاسه کړي.

د راپور له مخې: «میانمار کې چې د قحطۍ له بحران سره مخ دی او امریکا یې لوی مرستندوی ګڼل کېږي، د بشري سازمانونو یوه کارمند هلته وضعیت ګډوډ یاد کړی دی.»

دغه‌ راز په دغه راپور کې راغلي، په هایټي کې چې کومه ډله پر ايډز د اخته کسانو درملنه کوي، د درمل ورکولو لپاره د امریکا اجازې ته په تمه دي څو ماشومانو ته د دې ناروغۍ د انتقال مخه ونیول شي.

د یادونې ده، د جنورۍ په ۲۰مه د ټرمپ له فرمان وروسته چې د ۹۰ ورځو لپاره یې مرستې وځنډولې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حیاتي بشري مرستو لپاره معافیتونه صادر کړل چې په‌کې حیاتي درمل، روغتیایي خدمات، خواړه، سرپناه او معیشتي مرستې شاملې دي.

خو ورته مهال، مرستندویو کارکوونکو ویلي چې دغو معافیتونو د بحران د مخنیوي پر ځای ګډوډي لا ډېره کړې او اندېښنه یې څرګنده کړې چې ښايي دا مرستې بشپړ بندې شي.

ورته مهال، د اسلامي امارت چارواکو هم ویلي چې د امریکا د مرستو ځنډېدو له امله د شاوخوا پنځوسو موسسو فعالیتونه درېدلي دي.

دا لا څرګنده نه ده چې ټرمپ به د دې درې میاشتنۍ مودې له پای ته رسېدو وروسته د مرستو په اړه څه پرېکړه وکړي، خو د دې ناورین زېږوونکې پرېکړې له امله مرستندوی بنسټونه او د هایټي، ګانا، کنیا او میانمار په څېر د پرمختګ په حال کې هېوادونه له ستونزو سره مخ شوي دي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي د امریکا د بهرنیو مرستو پر درېدو اندیښنه ښودلې وه او له دغه هېواده یې غوښتي وو څو د نړۍ له زیان‌منونکو ټولنو سره چې په دې مرستو پورې تړلې دي، خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د راپورونو له مخې، امریکا د نړۍ تر ټولو لوی مرستندوی هېواد دی او په ۲۰۲۳ مالي کال کې یې د نړۍ له بېوزلو او اړمنو هېوادونو سره شاوخوا ۷۲ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.