Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې

مهترلام (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۳): د لغمان سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په ارزښت د یوه استنادي دیوال د جوړېدو چارې پیل شوې.

د لغمان د والي ویاند عبدالمالک نیازي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه استنادي دېوال مهترلام اړوند د نیلاواټ سیمه کې د الینګارسیند ته څېرمه جوړیږي.

هغه وویل چې پر دغه د دېوال ۱۱.۶ میلیون افغانۍ لګښت راځي، پیسې یې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان ورکوي او د درېیو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

د لغمان د اوبو او انرژۍ رییس مولوي شیرحان رشیدي وایي، دغه دېوال ۳۵۰ متره اوږدوالی، څلور نیم متره لوړوالی او دوه نیم متره سورلري چې په جوړېدو سره به یې ۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو د وړولو له خطر څخه په امن کې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.