مزارشریف (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې ۲۱۰ کیلوګرامه بېلابېل نشهیي توکي وسوځول شول.
د بلخ امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په سوځول شویو توکو کې ۳۴۴ لېټره شراب، او ۲۱۰ کیلوګرامه نور بېلابېل نشهیي توکي شامل وو.
هغه وویل چې دغه نشهیي توکي په تېرو اتو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او ترلاسه شوي په تړاو یې ۳۱۰ کسان هم نیول شوي دي.
مسوولین وایي، چې تېرو اتو میاشتو کې ۳۴۴ لېټره شراب او ۲۱۰ کیلوګرامه نور نشهیي توکي ترلاسه او په تړاو یې ۳۱۰ کسان هم نیولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP