جلالاباد (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۳): د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د لعلپورې ولسوالۍ اړوند، ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې دغه نښته تایید کړه خو په اړه یې نور جزییات ور نه کړل.
بل خوا د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور ریاست کې یوه سرچېنه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، نښته هغه مهال رامنځته شوه چې افغان ځواکونو په خپله پوسته کې دزرهې ټانګ لپاره مورچه جوړوله او پاکستاني لوري پرې ډزې وکړې.
دی وایي چې په مقابل کې یې افغان ځواکونو له فرضي کرښې هاغاړه د هغوی دوهپوستې په نښه کړې.
سرچېنه زیاتوي. په جګړه کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP