کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۳): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د ماین پاکۍ له یوې موسسې سره د څه باندې یو میلیون او ۲۲۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوکړهلیک د یادې ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي او د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) رییسې دانیا الشریف ترمنځ کابل کې لاسلیک شو.
سرچینې زیاته کړې، د لاسلیک شوي هوکړهلیک له مخې به یاده موسسه یو میلیون او ۲۲۴ زره او ۲۴۲ امریکايي ډالر په لګښت په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه ۴۰۰ زره او ۲۲۴ متر مربع ځمکه کابل، پروان، لوګر، میدانوردګ او غزني کې سروې او پاکې کړي او دغه راز ۱۲۹۶۰ کسانو ته به د ماین او ناچاودو توکو له خطرونو د خوندیتوب په موخه عامه پوهاوی هم ورکړل شي.
خبرپاڼې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست له قوله لیکلي: «موږ د موسسو د فعالیتونو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي، د هغوی کارونه په خپل وخت ترسره کوو، او له هغوی څخه هم غواړو چې خپل کارونه په چټکۍ او روڼتیا سره سرته ورسوي.»
هغه له یادې موسسې وغوښتل چې خپل فعالیتونه ګړندي کړي او ژر تر ژره په ماینونو او ناچاودو توکو ککړې سیمې پاکې کړي څو خلک له احتمالي خطرونو وژغورل شي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د روانې سلواغې میاشتې په ۲۲مه هم له یوې موسسې سره د څه باندې ۲۶۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP