Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي خپلو سیمو ته د دولتي برېښنا د لېږد غوښتنه کوي

پاراخ (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۳): د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي وايي په ژمي کې د برېښنا کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي او خپلو سیمو ته د دولتي برېښنا د لېږد غوښتنه کوي خو مسوولین بیا وایي چې درې، ابشار او حصه اول ولسوالیو ته به معیاري برېښنا ونښلول شي.

پنجشېر کې د برېښنا رسونې شرکت مسوولین وایي چې اوس‌مهال د دغه ولایت ۳۴ سلنه اوسېدونکي له معیاري دولتي برېښنا ګټه اخلي، په داسې حال کې چې ۶۶ سلنه یې له غیرمعیاري برېښنا – چې خپله یې له کوچنیو بندونو تولیدوي – استفاده کوي.

 د شُتل، درې، ابشار، حصه اول او پریان ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په ژمي او مني کې د بې‌برقۍ له ستونزو سره مخ وي او د برېښنا شرکت له مسوولینو خپلو سیمو ته د دولتي برېښنا د لېږد غوښتنه کوي.

د شُتل ولسوالۍ د روی درې سیمې یوه اوسېدونکي عبدالرازق وویل: «زموږ په سیمه کې سلګونه کورنۍ اوسېږي، موږ له هغې برېښنا کار اخلو چې خپله يې په کوچنیو بندونو کې تولیدوو، په ژمي کې برق کمزوری وي، ان رڼا هم نه‌شي تامینولی، دا برېښنا غیرمعیاري ده او یوازې د رڼا لپاره کارول کېږي.»

هغه وویل: «که څه هم د دولتي برېښنا مزي زموږ د کلي په څو سوه مترۍ کې تېریږي، خو تر اوسه موږ لپاره وصل شوې نه ده، له مسوولینو غواړو چې دې برخه ته پام وکړي.»

د ابشار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي مجتبی حکیمي وویل: «موږ له هغې برېښنا استفاده کوو چې دلته یې خپله د کوچنیو بندونو په واسطه تولیدوو، خوا دا بسنه نه کوي، خلک له ستونزو سره مخ دي او دولتي برېښنا ته اړتیا لري؛ ځکه چې یوازې همدا برېښنا کولی شي د خلکو ستونزې حل کړي.»

د پنجشېر د لومړۍ حصې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي صفي‌الله وویل: «دې ولسوالۍ ته د دولتي برېښنا انتقال د ټولو خلکو غوښتنه ده، په هر ډول چې وي، باید عملي شي.»

د دغه ولایت د درې او ابشار ولسوالیو اوسېدونکي هم ورته غوښتنې لري.

 د برېښنا شرکت د مسوولینو ژمنې

د پنجشېر د برېښنا رسونې شرکت امریت دغه ولایت کې د برېښنا کمښت ستونزې مني او وایي چې هڅه کوي خلکو ته معیاري برېښنا ووېشي.

د پنجشېر د برېښنا رسونې شرکت امر انجنیر شعیب نظري پژواک ته وویل چې د دوی ادارې حصه اول ولسوالۍ ته د دولتي برېښنا د انتقال تخنیکي سروې بشپړه کړې ده او د منظورۍ لپاره یې ریاست‌الوزراء ته استولې ده.

هغه زیاته کړه: «د ریاست‌الوزراء له منظورۍ وروسته به حصه اول ولسوالۍ ته چې د پنجشېر یوه ډېرنفوس‌لرونکې ولسوالي ده، د برېښنا لېږد عملي شي. د یادې پروژې عمومي لګښت ۳۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.»

له پارنده برېښنا بند څخه ګټه اخیستنه

په برېښنا شرکت کې یوې سرچینې ویلي چې نږدې راتلونکي کې به د پارنده برېښنا بند چې پنجشېر کې موقعیت لري، ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او د ولایت د مرکز ترڅنګ به د درې او ابشار ولسوالۍ هم تر پوښښ لاندې راولي.

مسوولین وايي، د پارنده برېښنا بند پروژه پنجشېر کې د اوبیزې برېښنا یوه لویه پروژه ده چې کار یې په ۱۳۸۶ کال کې د ۵/۴ میګاواټ په ظرفیت د شاوخوا اووه میلیون امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوی و. اوس دا پروژه بشپړه شوې او ګټې اخیستنې ته د سپارل کېدو په درشل کې ده.

پنجشېر کې د اوبیزې برېښنا ظرفیت او د پانګونې غوښتنه

پنجشېر‎ کې د برېښنا د وړو بندونو یو شمېر مسوولین دغه ولایت د برېښنا تولید لوړ ظرفیت لرونکی ولایت بولي او په دې برخه کې د حکومت د پانګونې غوښتونکي دي.

عبدالجمیل چې د برېښنا له څانګې فارغ‌ شوی او اوس د پنجشېر د رخې ولسوالۍ په پیاوشت کلي کې د برېښنا د دوو کوچنیو بندونو مدیریت پر غاړه لري، وايي: «د پنجشېر په هره دره کې اوبه پرېمانه دي او د اوبیزې برېښنا بند جوړولو لپاره ډېرې ښې سیمې موجودې دي. که حکومت په دې برخه کې پانګونه وکړي، یوازې پنجشېر نه، بلکې ګاونډي ولایتونه هم له معیاري برېښنا څخه برخمن کېدای شي.»

په دره ولسوالۍ کې د اوبیزې برېښنا د یوه وړوکي بند مسوول حافظ بخشي هم وویل: «د اوبیزې برېښنا ډېری واړه بندونه غیرمعیاري جوړ شوي دي. پنجشېر د بندونو جوړولو لپاره مناسبه اوبیزې سرچینې او ځایونه لري او که حکومت په دې برخه کې پانګونه وکړي، هېواد به د برېښنا تولید برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.»

پنجشېر کې د برېښنا شرکت مسوولینو په وینا، دغه ولایت کې د اوبیزې برېښنا ډېری واړه بندونه په پخواني حکومت کې د ولسي تړون پروګرام او د سیمې اوسېدونکو له لوري جوړ شوي دي. یاد بندونه ډېری غیرمعیاري دي او د کورنو رڼا لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم د پنجشېر د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې د خپرولو له لارې په شتل ولسوالۍ کې د برېښنا یوه لوی بند د سروې خبر ورکړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.