چاریکار (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۳): سیمهییز مسوولین وایي، د پروان ولایت په سیاهګرد ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ «د اتحاد سیاهګرد» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په لاره اچوونکی خان محمد مدافع پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ د غوربند جام تر سرلېک لاندې د سیاګرد ولسوالۍ په کوربهتوب د مرکز او نهه ګونو ولسوالیو په شمول د ۱۴ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.
هغه وویل چې دغه سیالۍ درې اونۍ مخکې پيل شوې وې او د اتحاد سیاګرد لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
دی وایي، د دغو سیالیو په پایلوبه کې اتحاد سیاګرد لوبډلی خپلې سیالې لوبډلې «جوانان فرنجر» ته ۳ پر ۲ په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
مدافع دغه راز وویل چې دغه سیالۍ د ولسوالیو والیبال لوبډلو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP