کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۳): تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا برخې عمومي مدیر د دوه اړخیزو اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
ایران کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې له لارې خبر ورکړی چې په تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي فضلمحمد حقاني او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا برخې عمومي مدیر محمدرضا بهرامي لیدنه کړې ده.
یاد سفارت لیکلي: «په یاده لیدنه کې دواړو لورو په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د مسایلو، دوه اړخیزو اړیکو کې د وروستیو بدلونونو او د اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.»
په ایران کې د افغانستان سفارت زیاته کړې چې یاده لیدنه کې د ګډو همکاریو پروسې پر چټکتیا هم ټینګار شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې مېشت افغان کډوالو مخکې له دې څو ځلې د دغه هېواد د خلکو او پولیسو له بد چلند او ځورونو شکایت کړی دی.
په وروستیو کې په تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو د چارو دفتر له رییس نادریار احمدي سره لیدلي او د افغان کډوالو لکه افغانستان ته په داوطلبانه توګه د هغوی د ستنېدو او په ایران کې د افغانانو د قانوني استوګنې په اړه خبرې کړې دي.
دواړو لورو په یاده لیدنه کې د یادو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د یوې کمېټې پر جوړولو هوکړه کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP