Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او ایراني چارواکو د روغتیا په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۳): د عامې روغتیا سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر په لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د روغتیا په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت په خپرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي افغانستان لپاره د ایران له سفیر، عليرضا بیکدلي سره ولېدل.

په خپرپاڼه کې زیاته شوې چې په دې لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او دوهاړخیزو همکاریو اړوند خبرې وشوې.

جلالي ویلي: «موږ د هېواد روغتیایي برخې پیاوړتیا لپاره د کارکوونکو ظرفیت لوړولو، باکیفیته درملو او عصري طبي تجهیزاتو ته اړتیالرو، چې د دوه اړخیزو ښو اړیکو او همکاریو پر اساس کولای شو دې برخې کې پرمختګ ترسره او ناروغانو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړو

یاد وزارت لیکلي، د  ایران سفیر روغتیا برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او په نږدې راتلونکي کې یې په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.