Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نورستان کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

پارون (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۳): د نورستان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان دي.

د نورستان د امنیه قوماندانۍ ویاند، غلام رحمن حیدري، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن تر غرمې وروسته د برګمټال ولسوالۍ اړوند افزوک سیمه کې پر یو ډاټسن موټر یو لرګین پول مات شوی او موټر لاندې سیند ته غورځېدلی دی.

دی وايي، په دې پېښه کې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان دي.

هغه وویل، امنیتي مسوولین د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.