ګردېز (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۳): د پکتیا امنیه قومانداني وایي، تېره شپه د دغه ولایت د صرافانو زاړه مارکېټ ته وسلهوال غله ننوتي، یو ساتونکی یې وژلی، بل یې ټپي کړی، خو د لوټل شویو پیسو کره معلومات نشته.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند، منیب ځدراڼ، رسنیو ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې شوې ده.
هغه زیاته کړه چې غلو یو ساتونکی وژلی، بل یې ټپي کړی، خو تر اوسه معلومه نه ده چې څومره پیسې یې لوټلي دي.
دی وایي، امنیتي ځواکونو پلټنې پیل کړې، ترڅو د پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
په ګردېز کې د صرافانو اتحادیې مشر، سید رمضان، پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه وسلهوال غله د خالد په نوم د صرافانو مارکېټ ته ورغلي او درې دوکانونه یې لوټلي دي.
هغه وویل چې تر اوسه هم نه ده معلومه چې له لوټل شویو دوکانونو څخه څومره پیسې وړل شوې دي.
د وژل شوي ساتونکي د کورنۍ یو غړی، صالح محمد، وایي چې وژل شوی صفيالله نومېده او ټپي شوی کس یې ورور دی.
هغه له حکومته وغوښتل چې د یادې پېښې عاملین ونیسي او سزا ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP