Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرکټ بورډ: هڅه کوو د ایرلېنډ پر وړاندې لوبلړۍ ترسره کولو لپاره نوی مهالوېش وټاکو

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د ایرلېنډ پر وړاندې د ځنډول شوې لوبلړۍ د ترسره کولو لپاره د نوي مهالوېش پر ټاکلو کار کوي.

پرون د ایرلینډ کرکټ بورډ ویلي و چې د مالي ستونزو له امله له افغانستان سره لوبلړۍ نه شي ترسره کولی.

افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپانه کې ویلي، د ایرلېنډ کرکټ بورډ له هغې پرېکړې چې د مالي ستونزو له امله یې افغانستان پر وړاندې خپله بشپړه لوبلړۍ ځنډولې ده، خبر دی او هڅه کوي چې له سیال لوري سره د دغو سیالیو لپاره نوی مهالوېش وټاکي.

کرکټ بورډ زیاته کړې، د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه لوبلړۍ د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۳-۲۰۲۷ کلونو د راتلونکو سفرونو د پروګرام برخه وه، چې په کې یوه ټېسټ، درې نړیوالې یو ورځنۍ او درې نړیوالې شل اوریزې سیالۍ شاملې وې.

سرچینې ویلي، دغه سیالۍ د روان کال په اګسټ میاشت کې پلان شوې وې، خو ایرلېنډ کرکټ بورډ د مالي ستونزو له امله د روان کال لپاره په خپل کلني پلان کې ندي شاملې کړې.

په دغه خبرپاڼه کې د افغانستان کرکټ بورد اجراییوي رییس نصیب خان له قوله لیکل شوي: «د ایرلېنډ کرکټ بورډ اجراییوي رییس وارن ډوټرم د مارچ میاشتې په اتمه نېټه له ما سره اړیکه ونیوله او ویې ویل چې د مالي ستونزو له امله سږ کال زموږ کوربتوب نشي کولی.»

هغه زیاته کړه خو په راتلونکي ۲۰۲۶م کال کې یې د یادو سیالیو د کوربه‌توب لپاره خپله لېوالتیا وښوده.

نصیب خان ویلي: «موږ د دوی مالې ستونزې درک کوو او له دوی سره په اړیکه کې یو څو د دغو سیالیو لپاره داسې مهالوېش غوره کړو چې د دواړو لوریو لپاره مناسب او د منلو وړ وي او په ترڅ کې به یې دغه سیالۍ ترسره شي.»

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان کرکټ بورډ ژمن دی چې د کرکټ نړۍ له ټولو غړو هېوادونو سره ښې اړیکې وساتي او له ایرلنډ کرکټ بورډ سره له خپلو غوره اړیکو په ګټه اخیستنې سره هڅه کوي چې یاده لوبلړۍ بیا ځلې تنظیم او ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.