پلخمري (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۳): د بغلان سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو لپاره د ترمینل د جوړولو چارې پیل شوې.
یاد ترمینل د پلخمري ښار په یوه څنډه کې، د ۴۶ جریبه ځمکې پر سر جوړېږي چې د موټرو د تمځای ترڅنګ به موټرچلوونکو ته د وړیا استوګنې ځانګړې خونې هم ولري.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت حقوقي سلاکار، حبیب الرحمن رحیمي نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، د سالنګ لویې لارې له رغېدو او د واخان دهلېز له لارې له چین سره د افغانستان له نښلېدو وروسته، د پاکستان او مرکزي سیا ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد ډېرېږي، نو له همدې امله دا ترمینل له مخکې جوړېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د دې ترمینل په جوړېدو سره به د موټرچلوونکو ستونزې هوارې شي او د افغانستان له لارې به سوداګریزه راکړه ورکړه نوره هم پراخه شي.
د بغلان والي، مولوي عبدالرحمن حقاني، هم وویل، چې اسلامي امارت ولس ته د کاري فرصتونو رامنځته کول او سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرول خپل لومړیتوب بولي، چې د دغه ترمینل جوړېدل یې یوه ښکاره بېلګه ده.
شمال لویه لار – چې پلازمېنه کابل له مرکزي آسیا سره نښلوي – د بغلان له لارې تېرېږي او د افغانستان لپاره د ترانزیټ او سوداګرۍ یو مهم دهلیز ګڼل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP