کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۳): د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست د یو شمېر موسسو له استازو سره د طبیعي شتمنیو او د اوبو سرچینو د خوندیتوب او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې برخو کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړي دي.
د چاپېریال ساتني ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې ادارې سرپرست مولوي مطیعالحق خالص او مل تخنیکي ټیم د غیر امارتي موسسو له مسوولینو او استازو سره د همغږۍ ځانګړې غونډه وکړه.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د افغانستان د طبیعي شتمنیو د خوندیتوب، د ځنګلونو او اوبو د سرچینو د ساتنې او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د ګډو همکاریو پر اړتیا بحث او خبري وشوې.
خالص ویلي، دا هطواد د ټولو مشترک کور دی او باید په جوړونه او ابادۍ کې یې هم ټول په ګډه ونډه واخلی.
هغه د موسسو له مسوولینو غوښتنه کړې، مخکي له دې چې ډونر ته د پروژو اخیستلو پروپوزلونه وړاندي کړي، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او نورو امارتي ادارو نظریات او وړاندیزونه دې په پام کې ونیسی څو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نشي.
ده زیاته کړې، هڅه کوي څو نړۍوال قانع کړي چې چاپېریالي او د اقلیم بدلون اړوند مسایل سیاسي نه، بلکې یوه بشري موضوع ده او مشترکو نړۍوالو اقداماتو ته اړتیا لري.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لیکلي چې د غیرامارتي موسسو استازو له یادې ادارې غوښته وکړه چې د ستونزو په حل او د تخنیکي همکاریو په زیاتوالي کې له دوی سره همکاري وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP