Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سرپل مرکز کې د «بلغلي» کلي اوسېدونکو دوه جریب ځمکه د ښوونځي جوړولو لپاره اهدا کړه

سرپل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۴): د سرپل ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د بلغلي کلي اوسېدونکو د شاوخوا پنځه میلیون افغانیو په ارزښت دوه جریب ځمکه د یوه ښوونځي جوړولو لپاره د پوهنې ریاست ته اهدا کړې ده.

د سرپل د بلغلي کلي یوه اوسېدونکي سیدناصر جابر وویل چې دا دوه جریبه ځمکه د سیمې د اوسېدونکو ګډه ځمکه وه چې د دغه ولایت بلغلي کلي کې د هلکانو منځني ښوونځي جوړولو لپاره اهدا شوه.

هغه وویل چې له دې مخکې د بلغلي کلي ماشومان اړ وو چې له ادرنګ کلي سره په ګده یوه ښوونځي کې چې ډېر واټن لري، زده‌کړې وکړي نو له همدې امله یې پرېکړه وکړه چې په خپل کلي کې ښوونځی جوړ کړي.

هغه وویل: «د دې ځمکې ارزښت شاوخوا پنځه میلیونه افغانۍ دی چې په کلي کې د لېسې د لرېوالي له امله مو پرېکړه وکړه څو په خپل کلي کې د زده‌کړې زمینه برابره کړو، اوس‌مهال د دې سیمې زده‌کوونکي په خیمو کې زده‌کړې کوي.»

د بلغلي کلي یوه بل اوسېدونکي بسم‌الله ادیب وویل: «نن ډېر خوشحاله یم چې زموږ په کلي کې ښوونځی جوړیږي، مخکې به مو په ډېرو ستونزو سره خپل اولادونه لرې ښوونځيو ته استول او اوس مو خپل کلي کې ښوونځی جوړیږي، نور نو د خپلو ماشومانو د تګ راتګ لپاره اندېښمن نه یو، د پوهنې ریاست له مسوولینو څخه غواړو چې ژر دې د دغه ښوونځي د جوړولو چارې پیل کړي.»

هغه وویل چې د کلي خلک او حکومت دنده لري چې د هېواد ماشومان او ځوانان د علم له فیضه برخمن کړي، نو له همدې امله یې خپله ځمکه معارف ته ډالۍ کړه.

د سرپل د پوهنې رییس مولوي محمد رحماني، د خلکو له خوا د ځمکې ورکړه یو مهم او یو با ارزښته اقدام یاد کړ او ویې ویل، دا اقدام ښیي چې خلک له پوهنې سره همکار دي او غواړي چې اولادونه یی لوستې و اوسي.

هغه زیاته کړه: «د بلغلي کلي اوسېدونکو سره ژمنه کوو چې د امکاناتو برابرېدو سره به د دغه ښوونځي د جوړولو چارې پیل کړو.»

د سرپل د پوهنې رییس وویل چې د دغه ولایت د خلکو ملاتړ له معارف څخه ډېر دی او تېر کال هم د خلکو له خوا ۲۱ جریب ځمکه د مدرسو او ښوونځيو جوړولو لپاره اهدا شوې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.