Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ولاړ

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا، د ترانزیټي ستونزو هوارولو او په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت ارزونې په موخه نن دغه هېواد ته ولاړ.

دغه وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن (چهارشنبه) د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا ریاست، د بهرنیو چارو، مالیې، کډوالو او راستنېدونکو، ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند او کرنې وزارتونو د استازو په ګډون د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ولاړ.

سرچینې زیاته کړې، دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ او ترانسپورټ برخو کې د شته خنډونو لرې کولو او په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په اړه د خبرو اترو په موخه ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د دویم پړاو له پیل سره، هره ورځ سلګونه کورنۍ د تورخم او سپین‌بولدک له لارو هېواد ته راستنېږي او راستانه شوي کډوال د پاکستان د پولیسو له ناسم چلنده شکایت کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.