کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۴): عدلیې وزارت ویلي، په وروستیو ورځو کې یې د معاملاتو د لارښوونې دفترونو او د ملکیتونو مالکینو له خوا د لوړو کرایو او ډېر کمېشن اخیستو په اړه شکایتونه ترلاسه کړي چې هېواد ته د کډوالو د راستنېدو له لړۍ د ناوړې استفادې ښکارندویي کوي.
دغهراز د عدلیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي، داسې شکایتونه ترلاسه شوي چې د ملکیتونو مالکانو پر هغو کورنیو کرایې په بېساري ډول لوړې کړې چې اوس یې په کورونو کې اوسېږي چې دغه اقدام هم د خلکو له مجبوریتونو او شته وضعیته ناوړه استفاده ده.
سرچینه زیاتوي: «د همدغو مواردو پر اساس، عدلیې وزارت د معاملاتو د لارښوونې له ټولو دفترونو او د جایدادونو له مالکانو غوښتنه کوي چې اوسنیو شرایطو ته په کتو، راستنېدونکو کډوالو ته د جایدادونو د په کرایه ورکولو برخه کې چې ډېری یې سرپناه او لومړني امکانات نه لري، هر اړخیزه همکاري وکړي او په لوړه کرایه د کورونو له ورکولو او د اصولو خلاف کمېشن له اخیستو ډډه وکړي.»
عدلیې وزارت ویلي، که د معاملاتو د لارښوونې دفترونه ملکیتونه له ثبت شوو قیمتونو په لوړه بیه په کرایه ورکړي او یا د اصولو خلاف کمېشن واخلي، قانوني چلند به ورسره وشي.
سرچینه وایي، که د جایدادونو مالکین په فعلي کرایه اوسېدونکو باندې کرایه لوړه کړي، کرایه ورکوونکي کولای شي عدلیې وزارت ته شکایت وکړي څو دغه وزارت د جایدادونو یاد مالکین د امنیتي بنسټونو په همکاري تر قانوني تعقیب لاندې راولي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ايستلو لړلۍ زور اخیستی، د راپورونو له مخې، په تېرو ۱۶ ورځو کې څه باندې ۴۵ زره کسان له پاکستانه را ايستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP