کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۴): د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دغه لوبه چې نن په نیپال کې ترسره شوه؛ پچه یې افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د متحده عربي اماراتو لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په یاده سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې په ګټه خالد احمدزي ۱۳۲، برکتالله ابراهیمزي ۶۲، عزیرخان نیازي ۶۰ او محبوبخان ۵۹ منډې جوړې کړې.
په مقابل کې، د متحده عربي اماراتو لوبډلې د ورکړل شوي هدف ترلاسه کولو لپاره لوبه پیل کړه او په ۲۹م اور کې لوبه د باران د ورښت له امله وځنډېده.
د باران له درېدو وروسته لوبه درې اوره کمه شوه او د ۵۰ اورونو پر ځای ۴۷ اوره شوه او متحده عربي اماراتو ته د ۳۴۹ منډو هدف وټاکل شو.
ټاکل شوی هدف د عربي اماراتو لوبډلې پوره نه کړ او په ۴۷ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۸ منډې وکړې او د ۱۸۰ منډو په توپیر یې لوبه افغانستان ته وبایله.
د افغان لوبډلې په ګټه نصرتالله نورستاني ۳، واحدالله ځدراڼ دوه او زیتالله شاهین یو لوبغاړي وسوځول.
په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې له دې مخکې عمان او د هانګکانګ لوبډلو ته ماتې ورکړې وې.
د یادونې ده، افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله څلورمه لوبه د اپرېل په ۱۹مه د نیپال له لوبډلې سره ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP