کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، دواړه هېوادونه باید خپل مسایل د خبرو اترو له لارې حل کړي او له هغو اقداماتو او څرګندونو ډډه وکړي چې د ولسونو د خپګان او احساساتو د پارونې لامل کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره کتلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې متقي د روان وضعیت، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو، او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د جبري ایستنې په اړه خپلې ژورې اندېښنې شریکې کړې.
هغه ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید د باور په فضا کې خپل مسایل د خبرو له لارې حل کړي او له هغو کړنو او څرګندونو ډډه وشي چې د ولسونو احساسات راپاروي.
د پاکستاني پلاوي مشر محمد صادق خان هم ویلي، افغانستان او پاکستان ژورې اړیکې لري او باید وکتل شي چې څنګه د راولاړو شویو ستونزو حل ته لاره وموندل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته سفر وکړي او هیله یې څرګنده کړې، چې دغه سفر به دواړو لوریو ته مثبتې پایلې ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP