کندهار (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۴): د کندهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د غلو یوه لس کسیزه ډله د ۱۶ عرادو موټرسایکلونو سره نیولي شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل، یادو غلو د سپین بولدک ترڅنګ په کندهار ښار کې هم موټرسایکلونه غلا کړي او پلورلي دي.
هغه وویل، نیول شویو کسانو د اعتراف پر مهال ویلي چې موټرسایکلونه به یې تر غلا وروسته په پلورنځیو کې پلورل.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه په کندهار ښار کې یو تنکی ځوان د خپل کور مخې ته د غلو له خوا په ډزو وژلی او موټرسایکل یې ترې وړل و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP