کابل (پژواک، ۲۸وری ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست او کابل کې د روسیې سفیر د دغه هېواد د سترې محکمې له خوا د ممنوعه ډلو له نوملړه د ا.ا ایستل د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پرمختګ لپاره مهمه پرېکړه بللې ده.
د روسیې سترې محکمې نن (پنجشنبه، د وري ۲۹مه) د اسلامي امارت دفعالیتونه بندیز ځنډولی څو له سرپرست حکومت سره د مسکو نورمالواړیکو ته لار هواره شي. روسي رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې د سترې محکمې یوه قاضيدغه پرېکړه د تړلو دروازو تر شا کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي، د روسیې سفیر د بهرنیو چارو وزیر ته د روسیې د سترې محکمې هغه تصمیم رسما ابلاغ کړ چې له مخې یې د افغانستان اسلامي امارت چې پخوا د «طالبانو غورځنګ» په نوم یادېده، د ممنوعه ډلو له لست څخه وویستل شو.
د روسیې سفیر یاد تصمیم د روسیې او افغانستان تر منځ په اقتصادي او سیاسی برخه کې د اړیکو د پرمختګ لپاره یوه تاریخي پرېکړه یاده کړې ده.
مولوي امیرخان متقي هم دغه اقدام د افغانستان او روسیې تر منځ د اړیکو په برخه کې د پام وړ پرمختګ یاد کړی دی.
هغه ویلي، له یادې پرېکړې سره د دواړو هیوادونو تر منځ د لا زیاتو سیاسي او اقتصادي همکاریو مخ ته یواځینی پاتې خنډ هم له منځه ولاړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP