جلال اباد (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۴): د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ کې نن د سخت باران پر مهال د تندر پرېوتو له امله یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړ.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي د وري په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل، نن مازیګر مهال د اچین ولسوالۍ اړوند باندر خوله سيمه کې آسماني تندر لوېدلی دی.
هغه وویل چې د تندر پرېوتو له امله د هجران په نوم يو ۱۳ کلن هلک خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یوه ځايي اوسېدونکي مخلص خان پژواک ته وويل چې دغه ماشوم په پټيو کې و او د باران د شدت له امله تر یوې ونې لاندې پټ شوی و.
دی وايي چې پر دغه ونه تندر پرېوتی او ماشوم په کې مړ شوی دی.
دوه ورځې وړاندې د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ کې هم پر یوه ښوونځي تندر پرېوتی و او یو ښوونکی او څلور زده کوونکي يې ټپیان کړي وو.

GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP