کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۴): اقتصادي کمېسیون د کانونو سکټور د عوایدو تګلارې مسوده او په بلخ کې د ۸۰ میلیون افغانیو په پانګونې سره د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید کړه او د اوبلن ګاز تاسیساتو جوړولو کړنلارې او د کارګو او پوستي شرکتونو د تخلفاتو مخنیوي لپاره یې کمېټې وټاکلې.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزرا ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
خبرپاڼه کې راغلي، غونډې ته د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ مسوده د بحث لپاره وړاندې شوه چې له هر اړخیز تحلیل وروسته د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره تایید شوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه راز دې غونډې ته د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ۸۰ میلیون افغانیو په پانګونې سره د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوه او یاده طرحه له هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره تایید شوه.
اقتصادي معاونیت لیکلي چې د دې طرحې له مخې به سوداګریز مارکېټ د پارکېنګ په درلودو سره په شپږو پوړونو کې جوړېږي چې ۵۶ دوکانونه او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري.
خبرپاڼه زیاتوي، د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته د اوبلن ګاز د تاسیساتو جوړولو کړنلاره او د کارګو او پوستي شرکتونو د تخلفاتو مخنیوي لپاره د مناسبو حللارو پيدا کولو موضوعات هم وړاندې شول، د دغو موضوعاتو د هراړخیزې ارزونې په موخه جلا جلا کمېټې وټاکل شوې او سپارښتنه ورته وشوه چې پر ټاکل شوو نېټو خپل راپورونه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
اقتصادي معاونیت د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي، د غونډې په پای کې د یو شمېر موضوعاتو تعقیبي راپورونه هم وړاندې شول چې د اقتصادي کمېسیون د لارښوونو په پام کې نیولو سره تایید او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یې د تطبیق سپارښتنه وشوه.
سرچینه زیاتوي چې یادې پرېکړې د منظورۍ په موخه د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر ته استول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP