کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۴): د راپورونو پر بنسټ، زرګونو کسانو په ټوله امریکا کې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد لاریونونه کړي دي.
اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت مخالفین د شنبې په ورځ په ټوله امریکا کې د لویو او کوچنیو ټولنو سړکونو ته راووتل او هغه څه یې وغندل چې دوی یې د هېواد ډیموکراټیکو نظریاتو ته ګواښ ګڼي.
لاریونوالو په نیویارک، واشنګټن، ټیکزاس او سانفرانسېسکو کې د «په امریکا کې هیڅ پاچاه نشته»، «مهاجرینو ښه راغلاست» او «ګوښه یې کړئ» په شعارونو ورکولو سره د کډوالو پر وړاندې د ټرمپ حکومت سختدریځ سیاستونه وغندل.
په سانفرانسیسکو کې لاریونکوونکو د ساحل پر غاړه څنګ په څنګ وردېدل او د «استیضاح او لرې کولو» عبارت یې جوړ کړ او د امریکا بیرغ یې د اعتراض په ډول پورته کړ.
د یادونې ده چې دا د امریکایي وګړو له لوري د ډونالډ ټرمپ د پالیسیو پر وړاندې دویم پراخ لاریون دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP