Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حنفي محتسبینو ته: د ټولنې ذهنیت جوړولو ته کار وکړئ، له زور او جبر کار مه اخلئ

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۴): د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست نن په یوه خبري غونډه کې د دغه وزارت محتسبینو ته په لارښوونه کې وویل چې د ټولنې ذهنیت جوړونې لپاره دې کار وکړي او له زور او جبر څخه دې کار نه اخلي.

د امر بالمعروف نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست شیخ محمدخالد الحنفي نن په کابل کې د اسلامي‌ امارت د مشر له لوري د ناوړه دودونو د مخنیوي د وروستي فرمان د لا ښه پلي‌کېدو په موخه جوړه شوې غونډه کې وویل چې محتسبین باید د ټولنې ذهني بدلون او ذهنیت جوړونې ته کار وکړي.

هغه زیاته کړه: «نن موږ او تاسې په قدرت کې یو، ستا هر څه چلېږي سوټې هم چلېږي، څپېړه هم چلېږي او چپلکه هم چلېږي، لیکن دا دوام نه لري، راځئ موږ او تاسې داسې په ټولنه کې اصلاح راولو چې زما او ستا له وینا څخه به‌غیر سبا ستانه ښه لباس جوړ کړي، لنګوټې په سر کړي؛ ځکه د خلکو ذهن جوړونه شوي وي او که ما او تا یې په زوره وکړو نو کېدای شي هغه به دوام ونه کړي.»

نوموړي وویل، هغه څوک چې نورو خلکو ته ږیرې کلوي او بیا ورڅخه پیسې اخلي، ګټه یې حرامه ده.

هغه محتسبینو ته په وینا کې وویل، شریعت یې معیار دی او ولس ته دې په احسنه اخلاقو نصیحت وکړي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې عدل او انصاف د اسلامي نظام ځانګړنې دي او مسوولین مکلف دي چې په اسلامي ټولنه کې ټولو اوسېدونکو حتی د غیرمسلمان وګړو ټول حقونه او اړتیاوې په پام کې ونیسي.

د هغه په خبره، په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان د ښځو د شرعي حقونو ساتنې لپاره کار نه‌دی شوی، خو نن د هغو ټولو کړنو مخنیوی کېږي چې له امله یې د خویندو شرعي حقونه تر پښو لاندې کېدل.

هغه وویل، د اسلامي امارات د مشرتابه په فرمانونو کې د ټولنې خیر نغښتی دی، نو په کار ده چې په خوښیو، ودونو، تعزیت او د حج په مراسمو کې د ناوړه دودونو مخنیوی وشي.

نوموړي د ښځو د حجاب په اړه وویل: «اوس په بازارونو کې موږ او تاسې ګرځو مخونه یې پټ کړي وي او وېښته بیا ښکاري، دا په تاسو فرض عین دی چې وېښته به په دې خویندو او مېندو پټوئ او هیچا ته به غوږ نه نیسئ، بس الله او رسول الله او خپل نظام.»

هغه له محتسبینو غوښتنه وکړه چې د دندې پر وخت دې له موبایلونو څخه استفاده نه کوي او نه دې د چا مېلمستیاوو ته ورځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.