Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خیرخواه: د اسلامي نظام په بیا واکمنېدو سره د افغانانو ترمنځ کرکې له منځه تللي

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د بهر مېشتو افغانانو د مشورتي جرګې له استازو سره په لیدنه کې ویلي، د اسلامي نظام په بیا واکمنېدو سره د افغانانو ترمنځ کرکې له منځه تللې او د هرې ورځې په تېرېدو سره یووالی پیاوړی کېږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د بهر مېشتو افغانانو د مشورتي جرګې له یو شمېر استازو سره کتلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د لیدنې په پیل کې د مشورتي جرګې غړي نور حکیم‌یار د ګډونوالو په استازیتوب د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې‌ویل چې جرګه د اسلامي امارت، هېوادوالو او نړیوالو ترمنځ د تفاهم او همکاریو له لارې د ثبات او پرمختګ لپاره هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي نظام په ډېرو قربانیو واکمن شوی او د ساتنې لپاره یې باید جدي هڅې وشي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه هم ویلي، د اسلامي امارت ټول مشران او مسئولین د اسلامي نظام د ساتنې، د هېواد د آبادۍ، پرمختګ او د خلکو د هوساینې لپاره شپه او ورځ هڅې کوي او د ولس ستونزو ته د حل لارې لټوي.

نوموړي ویلي، د اسلامي نظام په بیا واکمنېدو سره د افغانانو ترمنځ کرکې له منځه تللې او هره ورځ یووالی لا پیاوړی کېږي.

خیرخواه زیاته کړې، اوس د دې وخت دی چې ټول د اسلامي نظام په ملاتړ کې خپل مسئولیت ادا کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.