Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان بانک: مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسي اسانه کېدو لپاره هڅې کوو

مزارشریف (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۴): د افغانستان بانک مسوولین وایي، هڅه کوي په ټول هېواد کې مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی اسانه او د سیمه‌ییز اقتصاد د ودې لپاره کار وکړي.

نن د بلخ د مرکز مزارشریف ښار یوه سوداګریز مارکېټ کې د افغانستان بانک له خوا «مالي خدمتونو ته د اسانه لاسرسي، د ځایي اقتصادي پیاوړتیا او د اداینو برېښنایي کېدو» تر سر لیک لاندې یو ورځنی کنفرانس ترسره شو.

په یاد کنفرانس کې د افغانستان بانک چارواکو، د بلخ ځایي مسوولینو، د دولتي او خصوصي بانکونو استازو، سوداګرو او د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو ګډون درلود.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري وویل، دغه بانک هڅه کوي څو مالي خدماتو ته د خلکو لاسرسی اسانه کړي او هم د سیمه‌ییزو اقتصادونو د پیاوړتیا سربېره د اداینو برېښنایي کېدو لپاره کار وکړي.

هغه زیاته کړه، په دې موخه یې په بلخ ولایت کې یو درې ورځنی نندارتون هم جوړ کړی څو خلک له بانکي سیسټمونو، برېښنایي اداینې او بانکي خدماتو سره اشنایي پیدا کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په یاد نندارتون کې لسو خصوصي او حکومتي بانکونو او دوو نړۍوالو بانکونو برخه اخيستې چې خپل خدمات خلکو ته ور وپېژني.

ورته مهال، د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد وویل، هڅه کوي څو د افغانیو د ثبات ساتنې لپاره په ټول هېواد کې برېښنایي اداینې پراخې کړي چې خلک وکولای شي په اسانۍ خپلو راکړه ورکړو ته وده او پراختیا ورکړي.

هغه دغه راز وویل، یاد بانک هڅه کوي د وړو مالي خدماتو د پراختیا له لارې د خلکو اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره هڅې وکړي او په همدې موخه یې تېر کال د مالي موسسو او بانکونو لپاره د پور ورکولو یو چوکاټ جوړ او په ټول هېواد کې پلی کړی دی.

خالد دغه راز وویل، د افغانستان بانک د برېښنایي اداینې لپاره کار کوي او هڅه کوي څو د فزیکي پیسو د راکړې ورکړې پر ځای برېښنایي راکړه ورکړه دود او ځای پر ځای کړي.

بلخوا، په بلخ کې د قلندر رحیمي په نوم یوه سوداګر د برېښنایي اداینې برخه کې د افغانستان بانک هڅې وستایلې او د افغانیو د ثبات ساتلو لپاره یې مهمې وبللې.

هغه وویل، په ډېرو هېوادونو کې د فزیکي پیسو لېږد رالېږد نشته او افغانستان کې هم دا اړتیا ده چې برېښنایي اداینه «تادیات» دود شي څو خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شي.

ورته مهال، د افغانستان بانک د اداینو د سیستم امر اسدالله مشفق وویل، دا مهال د هېواد په خصوصي بانکونو کې درې میلیونه او ۸۰۵ زره او ۷۶۹ کسان بانکي اکونټونه لري چې له ډلې څه باندې یونیم میلیون اکونټونه د سپما او پاتې نور یې جاري حسابونه «اکونټونه» دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هېواد کې د خصوصي بانکونو ۴۴۳ څانګې فعالې دي چې یوازې ۴۴ نوې څانګې یې تېر کال پرانیستل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.