مهترلام (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۴): د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ د ۱۲ کلیو اوسېدونکي چې اوس له لرګیو څخه پر یوه جوړ شوي پل له سیند تېرېږي، وايي چې معیاري پل دې ورته جوړ شي؛ ځکه کله چې اوبه ډېرې شي، د لرګیو پل ویجاړوي او بیا اړ دي د مهترلام ښار تر عمومي سړکه دوه ساعته پلی مزل وکړي.
د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د قلعهنجیل سیمې د ۱۶ ولسي شوراګانو عمومي مشر مولوي عبیدالرحمن خلیلي پژواک خبري اژانس ته وویل، دې سیمه کې شاوخوا دوولس کلي – چې زرګونه کورنۍ په کې ژوند کوي – پر الیشنګ سیند د پل د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.
هغه وویل: «موږ د دوولسو کلیو کرانډالۍ، کوز کرانډالۍ، ګورکړي، برهغونډۍ، کاسیګرنجیل، پاتکنه، شیخانوته، کوزکوټا، برهکوټا، ګلوته، نجیلخاص او تمین اوسېدونکي د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په خاطر د لرګیو څخه د جوړ شوي پل څخه ګټه پورته کوو، خو هر کال د پسرلي پر مهال د اوبو د ډېروالي له امله پل له منځه ځي او موږ بیا له ګڼو ستونزو سره مخ کېږو، داسې په یوه بله لاره ښار ته ځو، مجبور پیاده لاړ شو، دوه ساعته لاره ده.»
ورته مهال، د یادې سیمې یوه بل قومي مشر مدیر امینالله توفیق وویل، دوی ته هر کال د یاد سیند د اوبو او د پل د نشتوالي له امله ګڼې مالي، ځاني او ټولنیزې ستونزې پيدا کېږي.
نوموړي وویل: «هر ځل چې په سیند کې اوبه زیاتې شي، پل له منځه ځي، د مکتب زدهکوونکي بیا په میاشتو – میاشتو ښوونځي ته نه ځي، له موجوده حکومته په جدي توګه غوښتنه کوو چې پل راته جوړ کړي.»
دغه راز، د کوټانجیل سیمې قومي مشر ملک علياحمد وویل، دوی هره ورځ سهار او غرمه خپل ماشومان لاسنیولي له لرګیو څخه پر جوړ پل تېروي، څو سیند ته ونه لویږي.
هغه وویل: «همدا تېر کال دوه د مکتب شاګردان د یاد پله څخه لاندې سیند ته وغورځېدل چې له ډېرو هڅو سره – سره یې یوازې جسدونه ترلاسه شول، له خپل دولت څخه او له داخلي او بیروني پانګهوالو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې مونږ سره دې د پل په جوړولو کې پوره همکاري وکړي.»
ورته مهال، اړوند مسوولین هم د یادو ولسونو د پله د نشتون مسله مني خو ډاډ ورکوي چې د هغوی غږ به تر لوړو مقاماتو او مرستهکوونکو ادارو پورې رسوي.
په همدې حال کې د لغمان ځايي مسوولین هم د الیشنګ ولسوالۍ د قلعهنجیل سیمې د اوسېدونکو ستونزې مني او ژمنه کوي چې غوښتنه به یې تر لوړپوړو مسوولینو ورسوي.
د یادې ولسوالۍ ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل وویل، د یادو کلیو د اوسېدونکو ستونزه جدي ګڼي خو ژمنه کوي چې یاده موضوع به له ولایتي ادارې سره شریکوي.
همدارنګه، د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د عمومي پروګرامونو امر انجینر عبدالصمد سادات وویل، د خیریه او مرسته کوونکو بنسټونو په لټه کې دي څو د یادې سیمې د اوسېدونکو ستونزه حل او پل ورته جوړ کړي.
د یادونې ده چې د الیشنګ ولسوالۍ د قلعهنجیل سیمې اوسېدونکو دوه کاله مخکې په خپل شخصي لګښت یاده سیمه کې د یوه پل د جوړېدو چارې پیل کړې چې یوازې لس سلنه ترسره شوې او تر ننه په ټپه ولاړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP