Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې سلګونه کورنۍ لا هم خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین له ورکولو ډډه کوي

غزني‌ښار (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۴): د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په ځینو سیمو کې سلګونه داسې کورنۍ لا هم شته چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین له ورکولو ډډه کوي.

ټاکل شوې سر له سبا د غزني‌ښار په ګډون د دغه ولایت په اتلسو ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل او شاوخوا ۳۶۰ زره له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان واکسین شي.

خو د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امر بصیراحمد ثابت چې د یاد کمپاین د پیل په اړه یې رسنیو ته معلومات ورکول وویل، اوس هم د غزني په لرو پرتو ولسوالیو کې سلګونه داسې کورنۍ شته چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین نه تطبیقوي.

هغه زیاته کړه: «په تېرو دوو کلونو کې ۱۲ زره کورنیو نه غوښتل چې خپلو اولادونو ته د بېلابېلو دلایلو پر اساس د پولیو ضد واکسین تطبیق کړي خو د سیمې د ملا امامانو او قومي مشرانو په همکارۍ دغه د واکسین نه تطبیقولو ګراف سږ کال له ۱۲ زره کورنیو دوه زره کورنیو ته راټیټ شوی دی.»

نوموړي له قومي مشرانو، دیني عالمانو او کورنیو وغوښتل چې پولیو واکسین په بشپړ تطبیق کې ورسره مرسته وکړي.

ګوزڼ یا پولیو یوه نا اعلاجه ساري ناروغي ده چې د ډاکټرانو په خبره، یوازې د دوه څاڅکي واکسین په اخیستو سره یې مخه نیول کېدای شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.