Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د غويي په دویمه افغان – قزاق نندارتون جوړېږي

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکوي چې د روان کال د غویي میاشتې په دویمه نېټه په کابل ښار کې «د افغان – قزاق سوداګریز نندارتون» جوړېږي.

دغه وزارت نن (یکشنبه، د وري ۳۱مه) په یوې اطلاعیه‌ کې لیکلي، ټاکل شوې چې دغه نندارتون راتلونکې سه‌شنبې (د غویي دویمه) د څلورو ورځو لپاره په کابل ښار کې پرانیستل شي.

سرچینې لیکلي چې په دې مجمع کې (په کابل کې د سوداګریز تواصل کنفرانس، دوه‌اړخیزې سوداګریزې ناستې او قزاقستان د تولیداتو نندارتون) شامل دي.

دغه راز څرګنده کړې یې ده چې یاده مجمع د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې کچې لوړولو او اقتصادي اړیکو پراختیا او تحکیم په موخه د افغانستان او قزاقستان د لوړپوړو چارواکو او د څه باندې ۴۰۰ افغان او قزاقي پانګه‌والو او سوداګرو په ګډون ترسره کېږي.

د سرچینې په خبره، د یادې مجمع په یوه څنډه کې به په ۴۰ غرفو کې د دواړو هېوادونو تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.