Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د ۱۹۰ میلیون افغانیو په ارزښت د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې

کندهار (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۴): د کندهار سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ۱۹۰ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۶ کیلومتره سړک د جغل‌اچونې چارې پيل شوې.

په جنوب کې د ټولګټو چارو وزارت د پروژو مسوول انجنیر شېرحسن خوشيوال نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د یادې پروژې لګښت د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري ورکول کېږي او د اوو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

هغه وویل چې دغه سړک د کندهار – هرات له عمومي سړک څخه پیل بیا د میوند ولسوالۍ تر چشمو سيمې پورې رسېږي چې ټولټال ۱۶ کیلومتره کېږي.

د هغه په خبره، یاد سړک له شاوخوا ۲۵ کلیو تېریږي چې له بشپړېدو سره به یې خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.

د بدخشان والي قاري محمدایوب خالد چې د همدې سیمې اوسېدونکی دی وایي، د خلکو په غوښتنه یې د دغه سړک د جوړولو وړانديز د اسلامي امارت مشرتابه ته کړی و او د هغه له لوري منظور شو.

د هغه په وینا، د دې سیمې اسېدونکو په تېرو کلونو کې ډېرې ستونزې ګاللي او اسلامي امارت هڅه کوي چې نورې پروژې هم ورته پلي کړي.

د میوند ولسوالۍ یو اوسېدونکی مفتي بسم‌الله په دې اړه وایي: «دا سړک د ټول ولس لپاره سهولت دی، دا لاره ډېره خرابه ده خو چې جوړه شي خلک به خپل مریضان د ولسوالۍ تر مرکز یا ښار پوري په اسانۍ ورسولای شي.»

د همدې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی شریف الله هم د دغه سړک جوړېدل یو غوره او پر ځای ګام بولي خو غوښتنه کوي چې په دغه ولسوالۍ کې دې د اوبو، برېښنا او پوهنې په برخه کې هم لا ډېر کار وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.