Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بدخشان په یاوان کې یو پُل جوړېږي

فیض‌اباد (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د بدخشان سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یو کانکریټي پُل جوړېږي.
د دوی په خبره، دغه کانکريټي پُل چې ۱۲۰ متره اوږدوالی لري د یاوان ولسوالۍ په یالور کلي کې د ۲۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د نسي ولسوالۍ له بودیجې جوړېږي، په جوړېدو سره به یې د دروازونو د پنځه‌ګونو او د راغونو درې‌ګونو ولسوالیو اوسېدونکو د تګ او راتګ ستونزې حل شي.
د دغه ولایت د نسي ولسوال ملا جمعه خان فاتح وویل: «د دغه پله د جوړېدو قرارداد نن د یوه ودانیز شرکت له انجنیرانو سره لاسلیک شو او ټاکل شوې چې عملي چارې یې راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.»
د هغه په خبره، دغه پل چې پر یالور خوړ جوړېږي، چارې به یې په اتو میاشتو کې بشپړې شي.
هغه وویل: «دغه پل د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ امو سیند ته نږدې پر یالور خوړ جوړیږي چې د دروازونو د پنځه‌ګونو او د راغونو درې‌ګونو ولسوالیو اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزو هواري کې به مهم رول ولري.»
ورته مهال، د نسي ولسوالۍ یو اوسېدونکي ډاکټر اکلیل شاه اریب وایي چې د دغه پله جوړېدل د دروازونو او راغونو ولسوالیو مواصلاتي لارو د ترانسپورتي زېربناوو ښه کېدو کې یو اغېزمن ګام دی.
نوموړي وویل چې د دغو ولسوالیو اوسېدونکي د تګ راتګ ډېرې ستونزې لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.