Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د استوګنې کورونو ته د نوري فایبر انټرنېټ د لېږد پروژه پيل شوه

پل‌علم (پژواک، د غوايي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د استوګنې کورونو ته د نوري فایبر د انټرنېټ د لېږد پروژې عملي چارې پيل شوې.

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي مطیع‌الله عابد پژواک خبري اژانس ته وویل، پل‌علم ښاریانو ته د غوره انټرنېټ رسولو په موخه د نوري فایبرانټرنېټ مزو لېږد پروژه د ۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت نن رسما پيل شوه چې په شپږو میاشتو کې به بشپړه شي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، د یادې پروژې له لارې به د پل‌علم ښار شپږو ناحیو ته د ۳۲ کېلومترو په اوږدوالي د نوري فایبر لین وغځول شي او سلګونه کورنۍ به له چټک او ارزانه انټرنېټ څخه برخمنې شي.

عابد وویل، د پخوا په پرتله په لوګر ولایت کې مخابراتي او انټرنېټې شبکو د پام وړ پرمختګ کړی او په دې وروستیو کې د لوګر ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۵ نوي مخابراتي سایټونه فعاله شوې دي چې د یادو سایټونو په جوړېدو سره زرګونه کورنۍ له انټرنېټي او مخابراتي خدماتو برخمنې شوي دي.

د پل‌علم ښار یوه اوسېدونکي مهربان پژواک ته وویل، خوښ دی چې د نوري فایبر انټرنټي شبکې له لارې د استوګنې کورونو او دفترونو ته د انټرنېټ د لېږد بهیر پيل شو.

نوموړی ټینګار کوي چې یاده پروژه دې له ښار وروسته کلیوالو سیمو او ولسوالیو ته هم وغځول شي.

د یادونې ده چې لوګر کې د نوري فایبر شبکه له نن څخه کابو لس کاله وړاندې د تير جمهوریت پرمهال پرانیستل شوې وه، خو د بیلابیلو ستونزو له امله یې د کار چارې تراوسه ځنډېدلې وې.

ا

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.