کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د کډوالو لپاره د دایمي سرپناه رغولو په برخه کې له نړیوالو د مرستو غوښتنه کړې او ویلي یې دی چې مرستندویه بنسټونه دې خپلې مرستې په افغانستان کې کډوالو ته متمرکزې کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت او یوناما په ګډه مشرۍ، د اسلامي امارت د اړوندو ادارو او په کابل کې د فعالو نړیوالو بنسټونو تر منځ د افغان کډوالو او کورنیو بیځایه شوو د ستونزو او هغوی ته د حل لارو په اړه تخنیکي ناسته وشوه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په دغه ناسته کې ویلي چې دا ناسته به د افغان کډوالو او کورنیو بیځایه شوو د ستونزو حل په برخه کې مرسته وکړي.
هغه زیاته کړې چې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په میلیونونو افغانان بېځایه شوي او یا کډوالۍ ته اړ شوي دي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، مرستندویه بنسټونه دې خپلې مرستې په افغانستان کې کډوالو او کورنیو بیځایه شویو ته متمرکزې کړي.
هغه دغه راز، په ټولنه کې د کډوالو پر ادغام، هغوی ته د اسانتیاوو پر چمتو کولو او د ستونزو حل لپاره د نړیوالو مرسته اړینه بللې اوکډوالو ته یې د د ایمي سرپنا رغولو په برخه کې د نړیوالو د مرستو غوښتنه کړې ده.
په کابل کې د یوناما مرستیال اندریکا راټواټه هم ویلي، د ۲۰۲۳ کاله له وروستیو څخه تر اوسه نږدې اته سوه زره کډوال له پاکستان څخه راستانه شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو او نورو اړوندو ادارو لخوا تېر زېږدیز کال ۱۸۳ میلیونه ډالر په بشري مرستو کې لګول شوي دي.
د یوناما مرستیال له افغانانو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP