Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د مېوو او کرنیزو محصولاتو د معاینې لابراتوار پرانیستل شو

کندهار (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د کندهار سیمه‌ییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د خصوصي سکتور له لورې  د ۲۵۰ زرهامریکایي ډالر په لګښت د مېوو او کرنیزو محصولاتو د معاینې لابراتوار پرانیستل شو.

دا لابراتوار به د مېوو او نورو کرنیزو محصولاتو د کیفیت معلومولو، پاکوالي او د کیمیاوي درملو د موجودیت معاینه کوي.

د لابراتوار مسوول عبدالسمیع روښان وایي، موخه یې دا ده چې د کرنیزو محصولاتو کیفیت لوړ شي، د کروندګرو تولیدات ارزښت پیداکړي او د افغانستان د صادراتو اعتبار زیات شي.

هغه وویل: «موږ دلته داسې وسایل نصب کړي چې کولای شي د مېوو د پاکوالي، عضوي توب او کیمیاوي موادو موجودیت دقیق معاینهکړي، دا به مرسته وکړي چې زموږ محصولات نړیوالو معیارونو ته ورسېږي

د لابراتوار یو تن کارکوونکی عبدالشکور وایي، دوی نه یوازې تازه او وچې مېوې، بلکې نور کرنیز محصولات هم ازمایي، او دا مشخصويچې پرې کوم درمل څومره استعمال شوي دي.

د مېوو یو تن صادرونکی سیف‌الرحمن وایي، تر دې وړاندې د کیفیت د تصدیق نشتوالي له امله د افغانستان مېوې له نړیوالو بازارونوردېدې، خو اوس به دا ستونزه حل شي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي شمس‌الرحمن موسی وایي، دا لابراتوار نه یوازې د کروندګرو، بلکې د دولتاو سوداګرو لپاره هم یو مهم فرصت دی.

هغه وویل، له دې سره به له کندهار څخه د صادرېدونکو محصولاتو ارزښت او اعتبار زیات شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.