کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د عدلیې سرپرست وزیر د یو شمېر خصوصي روغتونونو له مسئولينو سره په لیدنه کې ویلي، ځینې روغتونونه یوازې د سوداګرۍ په موخه جوړ شوي، له ناروغانو څخه زیاتې پیسې اخلي او غوښتنه یې کړې چې خصوصي روغتونونه دې تر خپلې وسې له ناروغانو سره مرسته وکړي.
د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالحکيم شرعي د يو شمېر خصوصي روغتونونو له مسئوولينو سره وکتل.
هغه ویلي، د خصوصي روغتونونو هغه ټولنه چې د اسلامي امارت له واکمنۍ څخه مخکې یې فعالیت درلود، لغوه شوې ده او د خصوصي روغتونونو مسئولین دې د نوې اتحادیې جوړولو لپاره اقدام وکړي تر څو له دې لارې د خلکو او روغتونونو ستونزو ته رسېدنه وشي.
ده ویلي، د روغتونونو، درملتونونو او ډاکټرانو له خوا زیاتې پیسې اخیستلو، تاریختېر شوي درملو، بېکیفیته درملو او د خصوصي روغتونونو لهخوا ناوړه ګټه اخیستلو سره مخ دي.
هغه زیاته کړې: «ځینې روغتونونه یوازې د سوداګرۍ په موخه جوړ شوي او له ناروغانو څخه د زیاتو پیسو د ترلاسه کولو لپاره له هېڅ ډول اقدام ډډه نهکوي.»
د عدلیې وزارت غوښتنه کړې چې ډاکټران او د خصوصي روغتونونو مسئولین دې مادياتو ته پام نهکوي او د خپلو هېوادوالو لاس د ورور په څېر ونیسي او تر خپلې وسې دې له هغوی سره مرسته وکړي.
د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معين، ملا بختالرحمن شرافت هم ویلي چې د عامې روغتیا وزارت د داسې شرایطو د برابرولو په هڅه کې دی چې نه د خلکو او نه د روغتونونو په ضرر وي، خو له خلکو دا ډول زیاتې پیسې اخیستل او د تاریختېر شوو درملو پلورل د منلو وړ نه دي.
یاد وزارت لیکلي چې په دې ناسته کې د ځينو روغتونونو استازو هم خپلې ستونزې او ننګونې شريکې کړې او د عدليې وزير ډاډ ورکړ چې د اتحاديې له جوړېدو سره به په دې برخه کې اقدامات وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP