بامیان (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۴): بامیان کې ځايي مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د لسو شبکو کار پیل شوی او وايي چې یادې شبکې د نړۍوال بانک څه باندې ۲۲ میلیونه افغانیو په مالي ملاتړ پلي کېږي.
د بامیان د والي ویاند عبدالصبور فرزان سیغاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې پروژې نن (چهارشنبه، د غويي ۳مه) د دغه ولایت د پنجاب ولسوالۍ د «زردسنګي» کلي په څو شوراګانو کې پرانیستل شوې.
د هغه په خبره، د یادو پروژو ټولیز لګښت څه باندې ۲۲ میلیون او ۲۲ زره افغانۍ دی او په بشپړېدو سره به یې څه باندې زر کورنۍ، ۱۱ جوماتونه، څلور ښوونځي او څو مدرسې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
سیغاني زیاته کړه چې یادې پروژې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ او د بامیان د سیمهییزې ادارې د پراختیایي پروګرام په چوکاټ کې ترسره کېږي.
نوموړي زیاته کړه، د یادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي وویل، د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو او د امنیت په ټینګېدو سره د بامیان د سیمهییزې ادارې رهبرۍ هڅه کوي چې پراختیایي او ټولګټې پروژې اووګونو ولسوالیو او په ځانګړې توګه لرې پرتو سیمو ته وغځوي.
د بامیان والي ټینګار کړی چې د دغه ډول پروژو له لارې د خلکو لومړنیو اړتیاوو ته رسېدنه د سیمهيیزې ادارې له لومړیتوبونو څخه دي.
بلخوا، ځايي اوسېدونکو هم د یادو پروژو د کار د پیل هرکلی کړی او هغه یې د صحي اوبو د کمښت د ستونزې حل لپاره یو اړین ګام بللی دی.
د سیمې یوه اوسېدونکي حسین علي په دې اړه وویل، یادې پروژې د سیمې اوسېدونکو لپاره د کار زمینې برابرولو ترڅنګ د څښاک اوبو ته د خلکو د لاسرسي زمینه هم برابروي.
نوموړي زیاته کړه، د پاکو اوبو نشتون د یادې سیمې یوه لویه ستونزه ده چې د یادو پروژو پلي کېدو له لارې به په راتلونکي کې د خلکو ستونزې حل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP