Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز په خان‌اباد ولسوالۍ کې د اوبو رسونې یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې

کندوز (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۳): کندوز کې ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خان‌اباد ولسوالۍ د ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسونې یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې.

د کندوز د والي ویاند زلمي حنیف پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اوبو رسونې دغه شبکه د خان‌اباد ولسوالۍ د موسی‌زي او جامنچي د کلیو اوسېدونکو لپاره جوړېږي.

هغه وویل چې دغه شبکه د کندوز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لارې د اغاخان موسسې په تخنیکي همکارۍ او د نړۍ‌وال بانک له خوا په ۲۵۰ زرو ډالرو تطبیقېږي.

د هغه په خبره، په دې شبکه کې یوه ۸۰ اتیا متره څاه، د ۸۰، ۲۰ او ۲۰ مترمکعب اوبو په ظرفیت د درېیو کانکرېټي ذخیرو جوړول، د ۳۴۳ شېردهنونو نصبول، ۱۰۸ سولري تختې او ۱۹،۲۱۲ مترو په اوږدوالي پايپ غځونه شامل دي.

هغه وویل: «د دې پروژې د کار په جریان کې د سیمې لسګونو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړېدو به یې د یادو کلیو ۵۹۰ کورنۍ د څښاک پاکو ته لاسرسی ومومي.»

بلخوا، د کندوز د خان‌اباد ولسوالۍ اوسېدونکي د اوبو رسونې د دې شبکې جوړولو چارو له پیلېدو خوښ دي.

په دې اړه د موسی‌زي کلي یوه اوسېدونکي عبدالله وویل: «موږ له کلونو راهیسې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ یو، اړ یو چې د اوبو راوړلو لپاره اوږدې لارې ووهو؛ اوس خوښ یو چې د دې شبکې په جوړېدو سره به پاکو او کافي اوبو ته لاسرسی پیدا کړو.»

ورته مهال، د جامنچي کلي یوه اوسېدونکي محمدعوض وویل: «د دې شبکې جوړېدا به زموږ په ژوند کې یو لوی بدلون راولي او په دغه کار کې چې چا زیار ګاللی منندوی یو.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د کندوز د لرو پرتو سیمو اوسېدونکو له حکومت او مرستندویو بنسټونو د داسې پراختیایي پروژو د تطبیق غوښتنه کړې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.