هرات (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۴): د هرات د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په زندهجان ولسوالۍ کې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ له لس کلن کورني بنده ازاده شوې ده.
د هرات د زندهجان ولسوالۍ د محتسبینو امر مولوي عبدالرحیم نوري رسنیو ته وویل، د عایشې په نوم دغه نجلۍ چې د پلار له خوا د دغې ولسوالۍ شاده کلي کې د ۱۰ کلونو په موده په کورني بندخونه کې ساتل شوې وه، ازاده شوه.
د هغه په خبره، عایشه له ازادېدو وروسته د رواني او روحي ستونزو له امله د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوې او د ډاکټرانو له معاینې وروسته خپلې مور ته یې تسلیم کړای شوې ده.
نوري وویل، د دې نجلۍ پلار عبدالرسول، عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شوی دی.
بلخوا، د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدو ریاست ویلي چې د ښځو د حقونو د ملاتړ، د عدالت د تامینېدو او د ظلم د مخنیوي په موخه د داسې مواردو څارنې ته ژمن دی.
د یادونې ده چې څه موده مخکې هم د هرات په کوهزور ولسوالۍ کې یوه ښځه چې د خپل خاوند له خوا ۹ کاله بندي وه، د دغه ریاست د محتسبینو له لوري ازاده شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP