پارون (پژواک، ۵ غويی ۱۴۰۴): د نورستان امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې یو تن د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی.
د نورستان د امنیه قوماندانۍ ویاند غلام رحمن حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د دواب ولسوالۍ په ګارمغز دره کې نن غرمه یو ځایي اوسېدونکی د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی.
هغه وویل: «وژل شوی کس اصلاً د منډول ولسوالۍ اوسېدونکی و، خو په دواب کې یې ژوند او مزدوري کوله او خپل اصلي کلي کې یې شخصي دښمني لرله.»
هغه زیاتوي، قاتل له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی، خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو هڅه کوي
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP