Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: تر دې وروسته به سیاحتي شرکتونه له ګرځندوی رياسته د فعاليت جوازونه ترلاسه کوي

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، تر دې وروسته به سياحتي او توريستي شرکتونه د دغه وزارت له ګرځندوی رياسته د فعاليت جوازونه ترلاسه کوي او د دغو شرکتونو لپاره د هېواد په کچه ځانګړې اتحادیه رامنځته کېږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت‌الله جمال په مشرۍ د سياحتي او توريستي شرکتونو له مسوولينو سره د همغږۍ ناسته وشوه.

جمال په دغه لیدنه کې ویلي، د سياحتي او توريستي شرکتونو لپاره د جوازونو د وېش واحده اداره معلومه شوه، تر دې وروسته به یاد شرکتونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معينيت اړوند د ګرځندوی رياست څخه د فعاليت جوازونه ترلاسه کوي.

د یادونې ده چې تر دې مخکې یادو شرکتونو له افغان تور دولتي شرکت څخه جوازونه ترلاسه کول.

جمال ویلي، دا جوازونه په ځانګړي بارکوډ سنبال شوي دي، همدا راز د يوه نورم له مخې به د یادو شرکتونو لپاره د هېواد په کچه يوه ځانګړې اتحاديه رامنځته شي.

ده زیاته کړې چې ټول سياحتي شرکتونه باید له دې اتحاديې سره ځانونه ثبت کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ویلي، سياحتي او توريستي شرکتونه د دغه وزارت ملاتړ له ځانه سره لري او د دوی د فعاليتونو او کړنو څخه وخت پر وخت څارنه او ارزيابي کوي.

یاد وزارت لیکلي چې ورپسې د سياحتي او توريستي شرکتونو د اتحاديې رئيس او مسؤلينو په نوبت سره د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات او شته ستونزې شريکې کړې چې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو د معين له لوري د ستونزو د حل کولو او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.