مزارشریف (پژواک، ۸ غویي ۱۴۰۴): د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلهوالو یو شل کلن ځوان په ډزو وژلی دی.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدعیسي وثیق پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن غرمه مهال رامنځته شوې ده.
هغه وویل چې دغه ځوان د خپل کور په مېلمستون کې په ډزو وژل شوی دی.
د هغه په خبره، تر اوسه د پېښې لامل نه دی څرګندی شوی خو امنیتي ځواکونو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP