Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تورخم کې کډوالو ته د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو شبکه جوړېږي

جلال‌اباد (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۴):  د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري په تورخم کې د راستنېدونکو افغان کډوالو په لنډمهاله کمپ کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړېږي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمدیونس اخندزاده په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي، یاده شبکه به د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت چې مالي مرسته یې د یونیسف ادارې له لوري برابره شوې، په دوو میاشتو کې بشپړه شي.

هغه زیاته کړې، دغه پروژه به هېواد ته د راستانه شوو کډوالو د پاکو اوبو اړتیاوې پوره کړي او د هغوی د ژوند کیفیت به ورسره ښه شي.

د ننګرهار ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي قسمت‌الله وویل، د دې پروژې په چوکاټ کې به د ۵۰۰ متره مکعب په ظرفیت د اوبو دوې ذخیرې، د ۱۰۰ مترو په ژوروالي یوې څاه، د لمریزې برېښنا ۲۶ تختو نصبول او ۴۵۰۰ متره پایپ غځول او د شبکې احاطې جوړول شامل دي.

د یادونې وړ ده چې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له دې وړاندې هم په یاده سیمه کې د ۵۰ متره مکعب په ظرفیت د پاکو اوبو دوې شبکې جوړې کړې وې.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.