خوستښار (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۴): د خوست سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت یو سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د خوست ښاروال مفتي شهزاد نور راشد وویل، دغه سړک د خوست ښار د مرکز اړوند د اداري کمپلېکس مخې ته جوړ شوی چې ۱۲۵۰ متره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري.
هغه زیاته کړه، د دغه سړک په اوږدو کې ۱۴۶۰ متره وياله او دوه پلچکونه هم په اساسي ډول جوړ شوي چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
نوموړي وویل، د دې پروژې د بیارغونې چارې – چې ۲۱.۴ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی – په تېرو شپږو میاشتو کې بشپړې شوې دي.
هغه زیاته کړه، د ښار په نورو سیمو کې هم د ترافيکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه دا ډول بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د خوست ښار یو اوسېدونکي، فیضالله، پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم د دې سړک پر جوړېدو خوښ دی، خو ټینګار یې وکړ چې د ښار په داخل او ښار ته ورغلي ځينې نور سړکونه هم باید ورغول شي.
د ښار بل اوسېدونکي، بختور شاه هم وایي چې پر دې لار اداري کمپلېکس او ملکي روغتون ته د خلکو تګ راتګ ډېر زیات دی.
نوموړي زیاته کړه، د دغه دویم لاس سړک په جوړېدو سره به د ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي او خلک به وکولی شي خپل ناروغان پر وخت روغتون ته ورسوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP