کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۴): د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په بش ردوستانه چارو کې د م.م د سرمنشي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو را اېستل د ګاونډیتوب او نړۍوالو سره خلاف کار دی او هیله یې څرګند کړې چې م.م په دې برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر سره وکتل.
فلیچر ویلي، افغانان مرستو او همکارۍ ته اړتیا لري او د ملګرو ملتونو سازمان په بېلابېلو برخو کې افغانانو ته د مرستو رسولو کوښښ کوي.
ارګ لیکلي، نوموړي اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو سازمان د همکارۍ ډاډ ورکړ او هیله یې څرګنده کړه چې په افغانستان کې لویې پراختیایي پروژې عملي شي ترڅو د هغو په پایله کې د دې هیواد خلک په راتلونکي کې بشردوستانه مرستو ته اړتیا ونه لري.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم ویلي، د اسلامي امارت رهبري او مسئولین د امنیت د تامین، د خلکو د ستونزو د رفع کولو او اقتصادي ودې لپاره شپه او ورځ هڅې کوي.
حنفي ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو رااېستلو ته په اشارې ویلي، دا پروسه د ګاونډیتوب اصولو نړۍوالو قوانینو سره په تضاد کېده چې په دوه اړخیزو اړیکو یې منفي اغېز کړی.
هغه هیله څرګند کړې چې ملګرو ملتونو سازمان په دې برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال همدارنګه ویلي، د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره د نېکو، په متقابل درناوي ولاړو او اقتصاد محوره اړیکو غوښتونکی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP