کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۴): کابل کې د مسکا هوتک په نوم ۱۸ کلنه نجلۍ چې د نجونو ښوونځیو له شپږم د پورته ټولګیو زدهکړو له ځنډېدو وروسته یې د دیني علومو، انګليسي ژبې او کمپیوټر زدهکړو ته مخه کړې، هیلهمنه ده چې د ښوونځي دروازې به د نجونو پر مخ پرانیستل شي.
۱۸کلنه مسکا هوتک چې د کابل ښار د سرکنو سیمې اوسېدونکې ده، خپلې لومړنۍ او منځنۍ زدهکړې یې د جلالاباد ښار په نازو انا لېسه کې بشپړې کړې او تر یوولسم ټولګي یې په شهرک عرفان لېسه کې زدهکړې کړې دي.
مسکا یوه له هغو زرګونه نجونو ده چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازو پرانیستل کېدو په تمه ده او هیله لري چې د بلې هرې مسلمانې نجلۍ په څېر دیني او عصري علوم زده کړي او د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره یو مثبت شخص وي.
مسکا له لومړي تر یوولسم ټولګي په ښه درجه کې وه او هیله یې درلوده چې د کانکور ازموینې له لارې د کابل طبي پوهنتون ته لار ومومي خو په ۱۴۰۰ کال کې د اسلامي امارت له خوا ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ورتګ له بندیز وروسته په کور کېناسته.
هغې زیاته کړه: «ډېره سخته ده چې یو انسان کلونه زحمت وباسي او بیا په کور کېني او راتلونکی یې معلوم نه وي، ما په ډېرې سختۍ ښوونځی ولوست، تر یوولسم ټولګي چې ورسېدم، پایله یې داسې شوه، په دوو لومړیو کلونو کې مې لاره ورکه کړې وه، هیڅ نه پوهېدم چې څه وکړم.»
هغې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې د نجونو په کور کېناستو ته په اشاره وویل: «په لومړیو کې مې وضعیت ښه نه و، فکر مې کاوه چې هر څه خراب شول، وخت ودرېد خو دوه کاله وروسته مې وویل چې په کور له کېناستو څه نه جوړېږي، د پلار په مرسته مې راپورته شوم او بېرته مې خپلې هڅې پیل کړې.»
مسکا له زدهکړو پاتې د سلګونو نورو نجونو په څېر دیني او ځینو نورو زدهکړو ته مخه کړې او خپله کومه وړتیا چې لري، تسلیم شوې نه ده او غوښتي یې دي د وخت له تېرېدو څخه مثبه ګټه واخلي.
هغه وايي: «دوه کاله سر په سر کور کې د ښوونځیو پرانیستو په تمه کېناستم، خو هيڅ بدلون رانه غی، زه هيڅکله ناهیلې نه یمه او پر مهربان خدای مې توکل دی، اوس مې چې دیني زدهکړو ته مخه کړې، ناظره مې پای ته رسولې، اوس مې ترجمه او تفسیر پیل کړي دي.»
مسکا له خپلو څلورو خویندو سره چې له زدهکړو پاتې دی، د کابل ښار د ارزان قیمت سیمه کې په یوه مدرسه کې چې د دوی د اوسېدو له سیمې لرې هم ده، د قرانکریم پر زدهکړه بوختې دي او په یوه کورس کې د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زدهکړې هم کوي.
هغه له دې له امله چې توانېدلې په زدهکړو کې پرمختګ وکړي او له راغلو شرایطو مثبته ګټه واخلي، خوښه ده او وايي، اوس هم هیله لري چې حتما به د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل کېږي او د هغوی لپاره به د عصري علومو د زدهکړو زمینه برابرېږي.
مسکا یادو بریالیتوبونو ته رسېدل د خپل پلار ملاتړ بولي او وايي: «پلار مې زموږ سخت ملاتړی دی، په ټولو شرایطو کې یې له موږ ملاتړ کړی، پلار مې زدهکړو ته ځانګړې لېوالتیا لري، سره له دې چې اقتصادي ستونزې لرو خو پلار مې هره ورځ موږ کورس او مدرسې ته رسوي او بېرته مو کور ته راولي.»
د مسکا پلار د خپلو لوڼو روښانه راتلونکي ته هیلهمن دی او هیله لري چې لوڼې یې هم د خپلو وروڼو په څېر د علم او زدهکړو پر زېور سمبال شي.
د مسکا هوتک پلار عبدالحکیم هوتک چې د خپلې لور ترڅنګ ناست و ویې ویل: «نورو لوڼو مې هم دومره زدهکړې کړې، دوی اوس مدرسې ته چې ارزان قیمت کې ده بیایم او راولم یې، دومره تکلیف ورسره باسم چې دوی خپلو هیلو ته ورسېږي.»
د مسکا ورور هم خپلې خویندې زدهکړو ته هڅوي او له هغوی ملاتړ کوي، هغه هم د خپل پلار په څېر د خپلې کورنۍ نجونو راتلونکې ته خوښ دی او د نجونو پر مخ د ښوونځيو بېرته خلاصېدل یې غوښتنه ده.
د مسکا ورور شاهدالله چې د خپلې خور ترڅنګ ناست و وویل: «خدای دې وکړي چې اسلامي امارت د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانیزي؛ ځکه چې هر انسان په زړه کې یوه هیله لري، زما لویه هیله دا ده چې اسلامي امارت د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانیزي، څو نجونې خپلو هیلو ته ورسېږي.»
ورته مهال، د تعلیمي چارو یوه کارپوه ثناءالله صالحي وایي، دا چې نجونو نورو زدهکړو ته مخه کړې، ډېره ښه ده او له خپل وخته څخه ښه استفاده کوي.
هغه وویل: «دیني مدرسې حداقل د ښوونې او روزنې د دوام لپاره زمینه برابروي او نجونې له علم، مطالعې او فکري ودې سره مرتبط ساتي، دیني زدهکړې د اخلاقي، دیني او ټولنیز ارزښتونو د پیاوړتیا لامل کېږي او دا چاره کولای شي چې نجونې انزوا کې له پاتې کېدو وژغوري.»
خو هغه د نجونو لپاره عصري زدهکړې هم اړینې بولي او وایي: «له عصري علومو سره نا بلدتیا د دې لامل کېږي چې د نجونو اقتصادي، تخنیکي او ټولنیز مهارتونه وده ونه کړي او دا د ټولنې پرمختګ ته صدمه رسوي.»
صالحي وړاندیز کوي چې په مدرسو کې د دیني زدهکړو ترڅنګ دې د عصري زدهکړو تدریس هم وشي چې د هغه په خبره، دا چاره اغېزناکه تمامېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP