Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ کې د محصلینو ترمنځ خپل‌منځي شخړه کې یو تن وژل شوی

اسعد‌اباد (پژواک، ۱۲ غويی ۱۴۰۴): د کونړ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په پوهنتون کې د محصلینو ترمنځ د خپل‌منځي شخړې له امله یو تن وژل شوی او په تړاو یې درې تنه نیول شوي دي.

د کونړ امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون په انګړ کې د محصلینو ترمنځ د شخړې له امله شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یاده شخړه کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي یو محصل په چاقو وهل شوی، چې وروسته یې ساه ورکړې ده.

په اعلامیه کې زیات شوي، چې امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او په تړاو یې درې تنه نیولي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.